Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
دوستانو، مريدانو او عقيدت مندو کښې څوک هم تيندک خوري، زۀ به د هغۀ لاس نيسم۔ پۀ يوه موقع باندې يـې وفرمائيل: د الله پاک پۀ عزت مې دې قَسم وي! زما لاس زما پۀ مُريد باندې داسې دے، لکه څنګه چې اسمان پۀ زمکه باندې دے، فرض کړه که زما مُريد د اوچتې مرتبې والا نه وي نو هم څۀ وشو، زۀ خو د اوچتې مرتبې والا يم۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قادري کيدلو ډيرې فائدې دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! څوک چي غوث پاک سره تعلق ساتي نجات به مومي ۔الله پاک د غوث پاک سره د هغه د مريدانو د جنت ته د داخلولو وعده کړي ده۔قادري د رحمت په سمندر غوپي وهونکےاوسيکه تاسو اوسه پورې پۀ شرائطو باندې د پوره پير نه بيعت نه وي کړےاو دهغوي نه برکتونه حاصلول غواړئ نو مشوره ده چې پۀ سلسله عاليه قادريه کښې مُريد جوړ شئ او د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مُريدانو کښې شامل شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دِين او پۀ دُنيا کښې به مو بے شميره برکتونه نصيب شي۔
مُرِیْدِیْ لَاتَخَفْ کہہ کر تسلی دی غلاموں کو
قیامت تک رہے بے خوف بندہ غوث ِ اعظم کا
اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هم پۀ قادريه سلسله کښي بيعت فرمائي، هسې خو هغوئي ته پۀ سهرورديه، نقشبنديه او چشتيه سلسله کښې د بيعت او خلافت اجازت هم حاصل دے خو د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د محبت انداز يـې دا دے چې هغوئي پۀ بله يوه سلسله کښې نۀ بلکې صرف پۀ سلسله قادريه کښې بيعت فرمائي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ شرائطو باندې پوره پير دے، که تاسو اوسه پورې د چا مُريد نه يئ جوړ شوي نو د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مُريد جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د سلسله قادريه فيضان به جاري شي۔