Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
حديثِ پاک کښې دي: رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: زما او زما د راوړي شوي دِين مثال داسې دے لکه چې يو کَس دے، هغۀ خپل قوم ته وائي: اے خلقو! يو غټ لښکر ستاسو طرف ته راروان دے، ما هغه پۀ خپلو سترګو باندې ليدلے دے، اے زما قومه! د نجات کوشش وکړئ! اوس قوم دوه ډلې شو (1): يوې ډلې خو د هٰغه کَس خبره ومنله او د لښکر نه د بچ کيدو انتظام يـې وکړو (2): دويمې ډلې خبره اونه منله، د هٰغه ويرونکي نه يـې انکار وکړو، اوس څۀ وشول چې لښکر راورسيدو او هغه انکار کوونکي يـې تباه او برباد کړل۔ پس دا زما د اطاعت کوونکو او نافرمانۍ کوونکو مثال دے (چې چا زما فرمانبرداري وکړه، زما د راوړے شوي دِين پيروکار شو، هغۀ به د هلاکت نه بچ شي او چا چې زما نافرماني وکړه، زما د راوړے شوي دِين نه يـې انکار وکړو، هغۀ به تباه او برباد شي)۔ (مشکاۃ)۔
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ څومره واضحه مثال دے۔ نن بعضې خلق پۀ فيشن پوهيږي خو پۀ شريعت نه پوهيږي، د خپل نفس پۀ خواهشاتو پوهيږي خو د دِين پۀ خبرو باندې نه پوهيږي، ياد ساتئ! نن موقع ده، مونږ له دِين او شريعت خپل پيشوا جوړول پکار دي، که چرې دا موقع تيره شوه، حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړلو، ساه ګانې ختمې شوې، رُوح وه وتلو، بيا به موقع نه ميلاويږي، که چرې نن پۀ خواهشاتو پسې روان شو نو الله دې نه کړي! پۀ قبر کښې راګيريدے شو، بيا به صرف او صرف هلاکت وي۔ ځکه نن موقع ده، قرآن او سُنَّت خپل پيشوا جوړ کړئ! د خپل هر کار بنياد پۀ معاشره باندې نۀ، پۀ خپلو خواهشاتو باندې نۀ بلکې پۀ دِين او شريعت باندې وساتئ! د هر يو کار کولو نه مخکښې د شرعِي راهنمايۍ حاصلولو عادت جوړ کړئ!