Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
وَ عَلَّمْنٰہُ صَنْعَۃَ لَبُوْسٍ لَّکُمْ (پارہ:17، سورۂ انبیاء:80)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو مونږه ستاسو د فائدے د پاره هغۀ ته د خاص لباس صنعت [کسب ] ورزده کړل۔
يعني حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام به زغري جوړولې،الله هغوي ته د دي علم ورکړو۔
پۀ تفسير صراط الجنان کښې دي: انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام به مختلفې پيشې اختيارولې او دخپل لاس د ګټي نه به ئي خوراک څکاک کولو، * حضرت ادريس عَلَیْهِ السَّلَام به جامې ګنډلې * حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام به ترکاڼي کوله * حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام به د جامو * حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام به کر کيله [يعنې زميداري] کوله * حضرت موسیٰ او حضرت شعيب عَلَیْهِما السَّلَام به چيلۍ څرولې * حضرت صالح عَلَیْهِ السَّلَام به د څادرو جوړولو کار کولو * او زمونږه آقا، د دواړو جهانو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اګر چې څۀ خاص پيشه نه وه اختيار کړې خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چيلۍ څَرولي دي، تجارت يـې کړے دے او څۀ نور کارونه يـې هم کړي دي لهذايو جائز کار او پيشې خرابې نه دي ګڼل پکار۔
دلته چې پۀ کومو بعضو پيشو اختيارولو کښې شرم او ويره محسوسولے شي، د هغې سبب دا هم دے چې خلق پيغورونه ورکوي، * څوک چې جامې جوړوي، هغۀ ته جولا وئيلے شي او شرمولے شي * څوک چې پيزارونه ګنډي، دا کمتره ګڼي، د طنز پۀ انداز کښې ورته چميار وئيلے شي * څوک چې ويښته جوړوي، هغۀ ته د طنز پۀ انداز کښې نائي وائي او شرموي يـې، دا ډيره غلطه خبره ده، هُم ډيره غلطه خبره ده۔ پيغورونه ورکول او زړۀ ازارول دي او زړۀ ازارول حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي: