Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

(2): پۀ کم امدن باندې نۀ راضي کيدل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته چې کومه بے روزګاري زياتيږي، د دې يوه وجه دا هم ده چې خلق پۀ کم امدن باندې نه راضي کيږي۔ داسې څومره ځلمي دي کوم چې څۀ کار روزګار نه کوي، وزګار ګرځي راګرځي او ورسره پريشانه هم وي، که د دوئي د غم قيصه واورې نو معلومه به شي چې: * فلانکي ځائے کښې کار ميلاويدو خو تنخوا يـې کمه وه * بيا مې پۀ کارخانه کښې کوشش وکړو، هغوئي هم کمه تنخوا راکوله * پۀ فلانکي ځائے کښې مې C.V جمع کړه، هغوئي هم ښې تنخوا راکولو ته تيار نه شول۔ يعنې د دوئي دا سوچ وي چې پۀ وړومبي ځل راته هم نوکري ميلاؤ شي، روزګار ميلاؤ شي خو داسې ميلاؤ شي چې تنخوا يـې پۀ زرګونو کښې نۀ بلکې پۀ لکونو کښې وي۔

په بنيادي طور دا سوچ هم صحيح نه دے۔ ترقي هميشه هم د زيرو نه شروع کيږي بلکې د عِلمِ نفسيات ماهران  خو وائي چې د کاميابۍ سفر د زيرو نه نۀ بلکې د مائنس نه شروع کيږي، پۀ يو وړوکي شان مثال د خبرې پوهه کولو کوشش کووم۔ فرض کړئ چې يوه کنده ده، تاسو د ټوپ وهلو سره د هغې نه دانګل غواړئ، که تاسو د هغې پۀ غاړه باندې ودريږۍ او دانګل غواړئ نو اغوښتے ترينه نشئ، بيا لږ شا ته راشئ! بيا منډه کړئ او ټوپ کړئ! نو بيا به تاسو د کندې نه واوړئ۔ معلومه شوه چې د کاميابۍ د پاره سفر د زيرو نه نۀ بلکې د مائنس نه شروع کړې نو کاميابي به دې نصيب کيږي۔ که تنخوا کمه ميلاويږي، امدن کم دے نو پۀ دې کښې د پريشانۍ څۀ خبره ده؟ نن تنخوا کمه ده، نن امدن کم دے، چې کار کوئ، محنت کوئ نو الله پاک به پکښې برکت اچوي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! امدن به زيات شي، تنخوا به هم زياته شي۔