Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
حقونه ادا کوو، نۀ د مور پلار خدمت کوو، د ضرورت مطابق حلال رزق ګټل جائز دي بلکې پۀ ډيرو صورتونو کښې خو واجب کيږي هم، ځکه حلاله ګټه ضرور کول پکار دي۔ د بني اسرائيلو يو عبادت ګزار وو، هغۀ به دُعا کوله: اَللّٰہُمَّ اَعِنِّیْ عَلیٰ دِیْنِیْ بِدُنْیَا وَعَلیٰ آخِرَتِیْ بِتَقْویٰ يعنې اے الله پاکه! ما له مال راکړې او زما پۀ دِين باندې مدد وکړې او تقویٰ راکړې او د اخرت پۀ معامله کښې مې مدد وکړې۔
يعنې که مال وي نو زما دِين به محفوظ وي، شيطان به زړۀ ته وسوسې نشي راچولے، د غريبۍ او د لوږې تندې د لاسه به زما پۀ زړۀ کښې غلط خيالونه نۀ راځي، ځکه به زما دِين محفوظ وي، لہٰذا اے الله پاکه! ما ته حلال رزق راعطا کړې۔
تجھ کو مل جائے گا جو قسمت میں تیری، رزقِ حلال رکھا ہے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو اسلامي ورڼو!زمونږ په معاشره کښي بے روزګاري زياتيږي د دي دخاتمي دپاره دا پيژندل ضروري دي چي اخر د بےروزګارۍ اسباب څه دي؟راځئ زه تاسو ته دبے روزګارۍ څه اسباب وائيم :
مونږه د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واقعه واوريدله، د هغوئي سره پۀ کور کښې د خوراک سامان موجود نه وو، بيا هغوئي څۀ وکړل۔۔۔؟ پاڅيدلو او د کور نه بهر لاړلو، د يو کَس سره يـې اُجرت وټاکلو او د کوهي نه يـې د اوبو بُوقے راويستلې او کجورې يـې وګټلې او د کور والؤ د پاره يـې د خوراک بندوبست وکړو۔