Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

او کجورې ګټي * او د دواړو جهانو تاجدار، هٰغه عاليشانه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څوک چې د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاره پريوتے نمر هم راګرځوي، نن اشاره نه فرمائي بلکې پۀ خوا کښې ورسره تشريف فرما کيږي او د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ محنت ويني۔

غربت هم يو نعمت دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې پۀ ظاهره د دنيائي مال نشت والے هم يو نعمت دے، که دا نعمت نه وے نو الله پاک بۀ خپلې دا د ټولو نه محبوبې هستيانې هيڅکله هم پۀ داسې حالت باندې نۀ ساتل۔

د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله ده:

غريب فائدے ميں ہے۔ ډيره ښکلې رساله ده، د لوستلو سره تعلق لري۔ اميرِ اهلِسُنَّت
دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ دې کښې حديثِ پاک ذِکر کړے دے، د حضرت ابو هريره
رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:غريبانان مسلمانان به د مالداره مسلمانانونه نيمه ورځ مخکښې جنَّت ته داخليږي او هٰغه (نيمه ورځ) به د 500 کالو (برابر) وي۔

د دې حديث په شرح کښې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: ياد ساتئ چې دا ورستو کيدل به د حساب پۀ وجه نه وي الله پاک به د ټول عالَم حساب ډير زر واخلي دا به د هٰغه غريبانانو د شان ښودلو د پاره وي چې مالداره د حساب پۀ نوم باندې ايسار کړے شو او غريبانان د جنَّت طرف ته روان کړے شول۔

د جنَّت او د دوزخ مکالمه

پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: د دوزخ او د جنَّت پۀ مينځ کښې مُبَاحِثه وشوه (يعنې پۀ خپل مينځ کښې يـې خبرې وکړې)، دوزخ وه وئيل: ”ما ته د ظالمانو او تکبر کوونکو