Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د هرې ډولچې(بوقے) پۀ بدله کښې يوه کجوره
حضرت اسماء بنتِ عُمَيس رَضِىَ اللهُ عَـنْها کومه چې صحابيه ده، هغۀ فرمائي: يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلې شهزادګۍ سَيِّده فاطـمةُ الـزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها کور ته تشريف راوړلو، پوښتنه يـې وکړه: اَیْنَ اِبْنَایَ زما ځامن (يعنې حسن او حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) چرته دي؟ عرض يـې وکړو: بابا جانه! پۀ کور کښې د خورک د پاره څۀ نه وو، حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: که پۀ کور کښې وي نو ډوډۍ به غواړي او پۀ کور کښې د خوراک د پاره څۀ شته نۀ، ځکه زۀ دوئي د ځان سره بوځم۔ غرض؛ ستاسو دواړه نمسي د خپل بابا جان سره فلانکي ځائے ته تلي دي۔
د خوږ
محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د
خپلو دواړو نمسو سره بے حده مينه وه، نو د هغوئي سره د ملاقات د پاره يـې هم هلته تشريف يوړلو، کوم ځائے چې ورته سَيِّده فاطمه
رَضِىَ اللهُ عَـنْها ښودلے وو۔ هلته چې ورسيدلو نو اوئې کتل چې حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د