Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
پس پۀ مدني چينل باندې نيغ پۀ نيغه (Live) ښودلے شي۔ مدني مذاکره د عقيدې او د اعمالو د اصلاح بهترينه ذريعه ده: * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوسه پورې پۀ سوونو کافرانو د مدني مذاکرې کتلو سره کلمه وئيلې ده * پۀ لکونو بے نـمانځه نـمونځ ګزاره جوړ شوي دي * د زرګونو زړونو اِصلاح شوې ده۔
* تاسو هم په مدني مذاکره کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * عِلمِ دِين به درته حاصل شي * د الله پاک محبت به مو نصيب کيږي * پۀ عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې به زياتوالے راځي * د ګناهونو نه به مو نفرت نصيب کيږي * د نيکۍ جذبه به درته ميلاويږي او * پۀ اخلاقو او کردار کښې به مو هم بهتري راځي۔ ټول اِسلامي وروڼه پۀ پابندۍ سره د مَدَني مذاکرې کتلو نيت وکړئ!۔
د عِلم او حکمت نه ډکه مَدَني مذاکره
د يو ځلمي بيان دے: نـمونځونه قضا کول، فلمونه کتل او شيطان خوشحالول او سندرې سازونه وغيره اوريدل او مست اوسيدل زما معمول وو، آه! زۀ پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو نه محرومه ووم، زما د ګناهونو نه پۀ ډک ژوند کښې رڼائي څۀ داسې راغله چې يوه ورځ د دعوتِ اِسلامي د يو مبلغ سره زما ملاقات وشو، هغۀ زۀ پوهه کړم او زما يـې پۀ اجتماعي سُنَّت اعتکاف کښې د کښيناستو ذهن جوړ کړو، د هغۀ پۀ ښکلي انداز کښې راکړے شوي د نيکۍ دعوت زما پۀ زړۀ باندې اثر وکړو او زۀ پۀ اجتماعي اعتکاف کښې شريک شوم، بيا زما شپې او ورځې پۀ عبادت کښې تيريدلې، زړۀ راښکونکو بيانونو او ژړغونو دعاګانو زما د زړۀ دُنيا بدله کړه، د کرم د پاڅه کرم دا وشو چې پۀ اجتماعي اعتکاف کښې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مَدَني مذاکرې اوريدو سعادت نصيب شو، د هغوئي د اثرناکو ارشاداتو نه زۀ دومره متاثره شوم چې ما