Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
وَ لَا تَلْمِزُوْۤا اَنْفُسَکُمْ (پارہ:26، سورۂ حجرات:11)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خپل مينځ کښې چا له پيغور مۀ ورکوئ۔
يعنې د ژبـې يا اشارې پۀ ذريعه پۀ يو بل باندې عيب لګول ځکه چې مؤمِنان د يو جسم پۀ شان دي چې کله پۀ يو بَل مؤمِن باندې عيب لګولے شي نو لکه چې پۀ خپل ځان باندې عيب لګولے کيږي۔ (روح المعانی، الحجرات، تحت الآیۃ: ۱۱، ۱۳ / ۴۲۴)
د حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه روايت دے: يو ځل يو کَس پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر شو، عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما د پيشې پۀ باره کښې تاسو څۀ ارشاد فرمايئ؟ اوئې فرمائيل: څۀ کار کوې؟ عرض يـې وکړو: زۀ کپړې جوړووم (پۀ پوښتو کښې چې چا ته جولا وئيلے شي)۔ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ستا پيشه د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام والا ده، د ټولو نه مخکښې چې چا کپړه جوړه کړه هغۀ حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام دے، بے شکه ستا پيشه هغه ده، د کومې ضرورت چې د ژوندو سره سره مړو ته هم وي (چې هغوئي ته کفن اچولے شي)۔ څوک چې تا ته (ستا د پيشې پۀ وجه پيغور درکوي او) تکليف در رسوي، هغۀ لکه چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام له پيغور ورکوي، مۀ ويريږه! ستا د پاره زيرے دے چې ستا پيشه مبارکه ده، د قيامت پۀ ورځ به حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ستا قائِد وي۔
الله پاک دې زمونږه ښه سوچ نصيب کړي، کوم خوش قِسمته چې د ځان او د خپل بال بچ د خيټې ساتلو د پاره حلاله پيشه اختيار کړي، هغۀ ښه انسان دے، نيک کار کوي، مونږ له پکار دي چې هغۀ له ډاډګيرنه ورکړو، که کيدے شي نو د هغۀ مدد وکړو، د هغۀ سره لاس امداد وکړو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د معاشرې اصلاح کيږي او بے روزګاري به ختمه شي۔