Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

پۀ محنت کولو کښې بهتري ده

د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خلافت کښې ډير زيات مالِ غنيمت راتللو او حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ خلقو باندې مال هم تقسيمولو، بيا امدن کيدلو، ځکه بعضې خلقو محنت مزدوري پريښودله، پۀ دې باندې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خطبه ورکړله او اوئې فرمائيل: اَيُّهَا النَّاسُ اَصْلِحُوا مَعَايشَكُمْ فَاِنَّ فِيهَا صَلَاحًا لَكُمْ وَصِلَةً لِغَيْرِكُمْ يعنې اے خلقو! د کار روزګار طرف ته پام وکړئ چې پۀ دې کښې ستاسو د پاره بهتري او ستاسو د طرف نه د نورو د پاره صِله رحمي ده (يعنې چې مال ګټۍ نو ښځې او د بچو حقونه به پوره کوئ او د هغوئي سره به صِله رحمي کوئ)۔

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، د بے روزګارۍ نه دې مونږه بچ کړي، حلال رزق دې راته بقدرِ کفايت رانصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د رزق د تنګۍ يو اهم سبب !

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! روزګار نه ميلاويدل،په رزق کښي تنګي راتلل،کله کله زمونږه ګله وي چي ګټم ډيري خوبرکت پکښي نه وي ،ددي مسائلو يو باطني سسب هُم شته او هغه دے :په زړه کښي د فقر ويره ۔چي کله دا ويره زمونږ په زړۀ کښي کښيني چي که چري زۀ دا پيسے په فلانکي کارمثلاجماعت،مدرسه وغيره کښي ورکړم نو زماسره په څه پاتي شي،دا ويره مونږه د صدقه او خيرات نه منع کوي،چي کله بنده د صدقے او خيرات نه منع شي نو دهغۀ په رزق کښي تنګي راتلل شروع شي۔يوه صحابيه ده:حضرت اسما رَضِىَ اللهُ عَـنْهُا يو ځل هغه په بارګاه رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښي حاضره شوه او عرض يي وکړو:يارسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  زما خاوند چي څه لګه شان ګټه کوي بس