Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
حشر ميدان ته ځي، نۀ به اعمال نامه د هغوئي پۀ لاسونو کښې ورکولے شي، نۀ به ورسره د حساب کتاب معامله کيږي، نۀ به ورته پۀ پل صراط باندې تيريدل وي کوم چې د ويښته نه زيات نرے او د تورې نه زيات تيرۀ دے۔ اندازه ولګوئ! هغۀ به څومره خوش قِسمته وي، څوک چې د دې مرحلو نه بچ شي او د خپلو قبرونو نه د الوتو سره نيغ جنَّت ته لاړ شي۔ کاش چې مونږه هم د الله پاک پۀ ورکړے شوي لږ رزق باندې راضي شو۔
تاج وتخت وحکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دیدے مُژدہ یااللہ! مِری جھولی بھر دے([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن سبا چې پۀ معاشره کښې کومه بے روزګاري زياتيږي، د دې يوه غټه وجه کَسَل مندي يعنې سستي هم ده۔ ډير زيات ځوانان داسې دي د کومو ذِهن چې وي چې مونږه يوه پاڼه هُم نه راشوکوو، بس داسې پۀ ناسته پۀ ملاسته راته مال راځي، مونږه بس پۀ مزو د عيش سره ژوند تيروو۔
داسې نه کيږي۔ دا دُنيا د محنت کوونکو ده۔ څوک چې محنت کوي، د هغې خواږه ميلاويږي، څوک چې سستي کوي، فارغ اوسي، د محنت نه ډډه کوي، د هغۀ پۀ برخه کښې صرف پښيماني راځي۔
حضرت علّامه قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ رساله قشيريه کښې ليکي: الله پاک د دُنيا تقسيم پۀ محنت باندې او د اخرت تقسيم پۀ تقویٰ باندې فرمائيلې دے۔