Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
يو غريب کَس وو، هغۀ پۀ يو ځائے تيريدلو، هغۀ يوه ډيره ښکلې بنګله وليدله، د محل پۀ شان ښکلے او عالي شان کور يـې چې وليدلو نو د هغۀ پۀ زړۀ کښې لالچ راغلو، د هغۀ پۀ زړۀ کښې شوق راپيدا شو چې کاش! زۀ هم پۀ يو داسې کور جوړولو کښې کامياب شم۔ غريب کَس درخواست وکړو چې د دې بنګلې د مالِک سره ميلاؤيدل غواړم۔ هغۀ د بنګلې مالِک ته پيش کړے شو۔ غريب کَس د بنګلې د مالِک نه پوښتنه وکړه: جناب! زۀ هم داسې ښکلے کور جوړول غواړم، دې د پاره به ما ته څۀ کول پکاروي؟ د بنګلې مالِک ډير پۀ سادګۍ سره وه وئيل: د ټافيانو يو ډبے واخله او پۀ فټ پات باندې کښينه او خرڅوه يـې! غريب کَس چې دا جواب واوريدو نو ډير حيران شو چې زۀ خو د دۀ نه د ښکلې بنګلې د اخستو طريقه يادووم او دا ما ته پۀ فټ پات د کښيناستو مشوره راکوي۔ هغۀ پۀ حيرانتيا سره وه وئيل: جناب! زۀ ستاسو پۀ مطلب پوهه نۀ شوم۔۔۔؟ د بنګلې مالک وه وئيل: ساده شان خبره ده، تۀ زما د کور پۀ شان کور اخستل غواړې، زۀ هم پۀ فټ پات باندې ناست ووم او د ټافيانو خرڅولو نه مې شروع کړې وه، تۀ هم د هٰغه ځائے نه شروع وکړه! الله پاک ما ته د محنت خواږۀ راکړي دي، تا ته به هم ضرور عطا کړي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا حقيقت دے۔۔۔!! شروع د لږې شان تنخوا نه، هم د لږ شان امدن نه کيږي، بيا د وخت سره سره الله پاک پۀ دې کښې برکت هم عطا کوي۔لهذا روزګار ميلاؤيږي، که دکم امدن والا هم وي نو هغۀ قبول کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بهتري به وي۔
څوک چې پۀ کم امدن باندې ويريږي، د احساسِ کمترۍ ښکار کيږي او پۀ زړۀ کښې خِيرے راولي، د هغوئي د پاره يوه ايمان تازه کوونکې خبره عرض کړم؛ کوم بنده چې پۀ