Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

ګټلو ډيرې زياتې حرامې ذريعې دي۔ مونږ ته د دې ټولو نه بچ کيدل پکار دي۔ صرف او صرف حلال ګټل او هُم حلال خوړل پکار دي۔

دوزخ د هغۀ زيات لائق دے

پۀ حديثِ پاک کښې دي: کومه غوښه چې پۀ حرامه باندې وپالل  شوه هغۀ به جنَّت ته نۀ داخليږي، دوزخ د هغۀ زيات حق دار دے * پۀ يو روايت کښې دي: چا چې د حرامو يوه نمړۍ وخوړله د هغۀ به د 40 ورځو پورې نـمونځونه او دعاګاني نۀ قبليږي * نور پۀ يو روايت کښې دي: د انسان خيټې ته چې کله د حرامو يوه نمړۍ لاړه شي، د زمکې او اسمان هره فرښته پۀ هغۀ باندې تر هٰغه وخته پورې لعنت وائي تر څو پورې چې د حرامو هٰغه نمړۍ د هغۀ پۀ خيټه کښې وي او که چرې پۀ دې حالت کښې مړ شو نو د هغۀ ځائے دوزخ دے۔

سود و رشوت میں نخوست ہے بڑی                                                                  نیز دوزخ میں سزا ہوگی کڑی

د ناحقه سوال غوښتلو وبال

حديث پاک کښي دي:کوم کَس چې د خلقو نه سوال کوي، حالانکې نۀ هغۀ وږے وي، نۀ يـې دومره بال بچ وي د کومو [د پاللو] چې وَس نه لري نو د قيامت پۀ ورځ باندې به داسې راځي چې د هغۀ پۀ مخ باندې به غوښه نه وي ۔ ([1]) * معجم کبير کښي حديث پاک دے:کوم کَس چې بغير د حاجت نه سوال کوي، لکه چې هغۀ سکروټې خوري۔ ([2]) * مسلم شريف کښي حديث پاک دے:څوک چې د مال زياتولو د پاره سوال کوي، هغۀ


 

 



[1]... شعب الایمان ج ۳ ص ۲۷۴ حدیث ۳۵۲۶ دارالکتب العلمیۃ بیروت) ۔

[2]...  (المعجم الکبیر، ج ۴ ص ۱۵ حدیث ۳۵۰۶ دار احیاء التراث العربی بیروت) ۔