Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
هُم هغه وي آيا زۀ د هغي نه هُم خرچ کوم؟محبوب ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل :د الله په لار کښي لګول کوه !مال مه ايساروه ګني په تاسو به رزق تنګ کړے شي۔
علامه عيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ددي فرمان معني بيانوي او ليکي :مطلب دادے چي د غريبي د ويره نه صدقه ورکول مه بندوه!ګني ستاسو رزق به بند کړے شي او روزګار به مو ختم شي(عمده القاري)ددي نه معلومه شوه چي د صدقه کولو سره رزق زياتيږي ،په هغي کښي برکت راځي او صدقه بندلوسره پۀ رزق کي تنګي راځي او روزګار ميلاويدوکښي رکاوټونه(خنډان)پيداکيږي۔
دي وجه نه مونږ له پکاردي چي که مالداريُوکه غريبانان، امدني زياته وي که کمه پۀ هرحال کښي چي څومره وس وي،څومره طاقت وي،د هغي مطابق څه نه څه د الله په لار کښي ضرورخرچ کوو،ددي په برکت سره ان شأالله الکريم !غربت به ختميږي ،رزق کښي به اضافه کيږي برکت به هُم ميلاويږي او که الله وغوښتل نو په اخرت کښي به په ډيرو ثواب هُم نصيب کيږي۔
د الله پاک په لاره کښي د خرچ کولو بهترينه ذريعه د دعوت اسلامي ديني کارونو دپاره مالي امداد کول هم دي۔الحمدلله!دعاشقان رسول ديني تحريک دعوت اسلامي په ټوله دنياکښي ددين اسلام د خدمت کوشش کوي ،تراوسه پوري يي په سلګونو جماعتونه جوړ کړي دي،دماشومانوجينکو او هلکانو دپاره جُدا جُدا د قرآن د تعليم ورکول دپاره اوسه پوري په ټوله دنياکښي د15زره نه زياتي مدرسه المدينه قائم شوي دي،په کومو کښي چي د4لاکهه نه زيات ماشومان او ماشوماني مفت تعليم حاصلوي،تقريبا1500جامعات المدينه جوړي کړے شوي دي په کومو کښي چي 1لاکه،23زره طلبه وطالبات مفت