Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

کښې د حرامو ملاوټ شوے وي، ځکه ضروري دي چې مونږه د حلالې ګټې پۀ باره کښې ضروري عِلمِ دِين هم حاصل کړو۔ د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښکلې رساله ده: حلال طریقے سے کمانے کے 50 مدنی پھول۔ دا رساله هر مسلمان له لازمي لوستل پکار ده۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د روزګار ميلاويدلو وظيفه

2رکعته نمونځ اداکړئ او د سلام ګرځولونه پس 182ځله يَالَطِيفُ(اول اخرکښي يو ځل درودشريف)ولولئ او دجائز او اسان ملازمت يا حلال روزګار ميلاويدو دپاره دعا اوکړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم قبليږي به

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره مدني مذاکره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د اخرت د ويرې حاصلولو، د نيکو اعمالو د جذبې موندلو، د ګناهونو نه د ځان بچ کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار هفته واره مدني مذاکره هم ده۔

* اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د دي  وخت عظيم علمي او روحاني شخصيت بلکې کامِل ولي دے، هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د شپې د ماسخوتن د نـمونځ نه پس مدني مذاکره کوي يعني د ټولې دنيا نه عاشقانِ رسول د تفسير، حديث، شريعت، طريقت وغيره پۀ مخلتفو موضوعاتو باندې پوښتنې کوي، اميرِ اهلِسُنَّت د هٰغه پوښتنو جوابونه ورکوي۔ هفته واره مَدَني مذاکره د ماسخوتن د نـمونځ نه