Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې حلال رزق ګټل څۀ عامه خبره نه ده، دا هم يو عبادت دے۔ آؤ جي! د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِنَّ اللہَ تَعَالٰی یُحِبُّ الْعَبْدَ الْمُؤْمِنَ الْمُحْتَرِفَ بے شکه الله پاک د معاش پۀ طلب کښې تکليف برداشت کوونکے مؤمِن خوښوي۔ ([1]) د ټولو نه د افضل رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې پوښتنه وشوه: د ټولو نه پاک عمل څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: د انسان د خپل لاس ګټه خوړل۔ ([2])
دا هم د الله پاک پۀ لار کښې دے
يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم حاضر وو۔ پۀ دې کښې يو ښکلے او طاقتور ځلمے پۀ هٰغه ځائے باندې تيز تيز تيريدلو، هغۀ ته چې يـې وکتل نو صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم وه وئيل: کاش چې دۀ خپله ځواني د الله پاک پۀ لار کښې لګولے وے۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل:که چري دا د خپلو نابالغه بچو د رزق ګټلودپاره راوتلے وي فَہُوَ فِیْ سَبِیْلِ اللہِ نودا د الله پاک پۀ لار کښې دے۔ که دا د خپل بوډئ مور پلار د رزق په لټون کي کښي وي ، فَہُوَ فِیْ سَبِیْلِ اللہِ نو بيا هم دا د الله پاک پۀ لار کښې دے۔ که چري خپل ځان د سوال نه دبچ کولو دپاره راوتےوي فَہُوَ فِیْ سَبِیْلِ اللہِ نو بيا هم دا د الله پاک پۀ لار کښې دے۔
معلومه شوه چې د ضرورت مطابق حلال رزق ګټل هم عبادت دے۔ اوس لږ وه وايئ چې عبادت کول د شرم خبره ده يا د سعادت خبره ده، فرض کړئ چې