Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
ورکړے شو او د هغۀ امدن ګزاره حال وي او هغۀ پۀ هغې باندې قناعت وکړي يعني د صبر او شکر سره راضي اوسي۔ ([1])
پۀ لږ رزق باندې د راضي کيدونکو مقام
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: چې کله د قيامت ورځ وي نو الله پاک به زما د اُمَّت يوې ډلې ته وزرې عطا کړي، د کومو پۀ ذريعه چې به هغۀ د خپلو قبرونو نه والوځي او جنَّت ته به لاړه شي او هلته چې څنګه غواړي نو خوندونه به اخلي۔ فرښتې به د هغوئي نه پوښتنه کوي: آيا ستاسو سره حساب شوے دے؟ هغوئي به وائي: زمونږ سره حساب نه دے شوے۔ فرښتې به پوښتنه کوي: آيا تاسو پۀ پل صراط راتير شوي يئ؟ هغوئي به جواب ورکوي: مونږه پل صراط نه دے ليدلے۔ بيا به فرښتې پوښتنه کوي: آيا تاسو دوزخ ليدلے دے؟ هغوئي به وائي: مونږه هيڅ څيز نه دے ليدلے۔ بيا به فرښتې هغوئي ته وائي: تاسو د چا اُمَّتيان يئ؟ هٰغه خوش قِسمته جنَّتيان به وائي: مونږه د امام الانبيا، حضرت مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان يو۔ فرښتې به وائي: مونږه تاسو له د الله پاک قَسم درکوو، وه وايئ چې پۀ دُنيا کښې ستاسو څۀ اعمال وو؟ هغوئي به جواب ورکوي: زمونږه دوه عادتونه وو، د کومو پۀ وجه چې مونږه د الله پاک پۀ فضل او کرم سره دې مرتبې ته راورسيدو: (1): مونږه به پۀ تنهايۍ کښې هم د الله پاک د نافرمانۍ کولو نه حيا کوله او (2): مونږه به د الله پاک پۀ عطا کړے شوي لږ رزق باندې راضي کيدلو۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! څوک چې د الله پاک پۀ ورکړے شوي لږ رزق باندې راضي شي، الله پاک به د هغۀ پۀ لږ عمل باندې راضي شي، څوک چې د رَبّ پۀ لږ رزق باندې راضي اوسي هغوئي به د خپلو قبرونو نه پۀ الوتو جنَّت ته ځي، نۀ به هغوئي د