Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
يعنې کوم بنده چې پۀ دُنيا کښي کاميابي غواړي، هغۀ له پکار دي چې ښه ډير محنت وکړي او څوک چې پۀ اخرت کښي کاميابي غواړي، هغۀ دې تقویٰ اختيار کړي، داسې به يـې پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې کاميابي نصيب شي۔
پۀ قرآنِ کريم کښې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د مور بي بي حضرت بي بي مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها يوه واقعه ذِکر شوې ده، چې کله د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د ولادت وخت رانزدې شو نو حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها يواځې وه، هغې ته د څۀ خوراک ضرورت وو، هُم د هغې پۀ خوا کښې د کجورې يوه وچه تنه وه، پۀ هغې کښې پاڼې هم نۀ وې، خالي تنه باقي وه، حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته حکم وشو:
وَ ھُزِّیْۤ اِلَیْکِ بِجِذْعِ النَّخْلَۃِ تُسٰقِطْ عَلَیْکِ رُطَبًا جَنِیًّا (۲۵) (پارہ:16، مریم:25)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د کجورې تنه ونيسه او ځان طرف ته يـې وخوزوه، هغه به پۀ تا باندې ښې او تازه کجورې راغورځوي۔
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: هٰغه تنه بالکل وَچه وه چې کله حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها هغه وخوزوله نو هغې چې تنې ته بره وکتل نو هغې څانګې کړې وې، بيا هغې ګلونه وکړل، ګلونه پۀ کچه کجورو کښې بدل شول، پۀ هغې باندې رنګ راغلو، چوارې جوړې شوې، بيا پخې شوې او تازه رس دارې کجورې جوړې شوې او د حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها مخې ته راوغورځيدلې، پۀ دې کښې به يوه هم نۀ چاودله۔ دا هر څۀ بالکل د سترګو پۀ رَپ کښې وشول۔ ([1])