Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: بريتونه کټ کړئ او ګيرې غټې کړئ د مجوسيانو مخالفت وکړئ! ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکې سُنَّتِ انبيا دي * زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه به پۀ پلن والي کښې داسې وه چې سينه مبارکه به يـې ډکوله۔ ([3]) * او پۀ اوږد والي کښې به يـې هميشه د يو موټي پۀ مقدار ساتله * که د يو موټي نه به غټه شوه نو وړه کوله به يـې۔ ځکه علمائے کرام فرمائي چې د يو موټي نه غټه ګيره وړه کول سُنَّت دي۔ ([4])