Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

کوهي نه د اوبو ډکې بوقے راوباسي او پۀ خوا کښې ورسره دواړه شهزادګان لوبې کوي۔ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے علي! ګرمي به ډيره شي، د دې نه مخکښې زما ځامن کور ته ولې نه بوځې؟ عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ کور کښې د خوراک د پاره څۀ نه وو (ځکه مې دوئي د ځان سره راوستل)۔ تاسو تشريف کيږدئ! زۀ څۀ کجورې راجمع کووم۔ محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم تشريف فرما شو۔

پۀ اصل کښې دا د يو کَس کوهے وو، پخوا چي به کوم کوهيان وو، د هغې نه اوبه راويستل اسان کار نه وو، ځکه به خلقو مزدوري ورکوله او اوبه به يـې راويستلې۔ حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ اُجرت باندې د کوهي نه اوبه راويستلې او دا ټاکلے شوې وه چې د يوې بوقے پۀ راويستو به يوه کجوره ورکولے شي۔ نو حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ محنت سره د اوبو ډيرې بوقے راويستلې، چې ډيرې کجورې جمع شوې نو هغوئي کجورې پۀ کپړه کښې رابندې کړې، يو شهزاده خوږ آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو اوګو باندې کښينولو، بَل شهزاده مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خپلو اوګو باندې کښينولو او کور ته يـې تشريف راوړلو۔ (ریاض النضرۃ)

ہیں کائناتِ حُسْن کے انوار پانچ تَن                                                                 خالق کا بےمثال ہیں شاہکار پانچ تَن

اُن ہی کے دَم سے رونقِ کونین ہے تمام                                   کونین کے ہیں مالک ومختار پانچ تَن

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

غريب پۀ فائده کښې دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم امامُ الانبيا دے، د دواړو جهانونو د پاره رحمت دے، د الله پاک محبوب دے، شان يـې دا دے چې فرمائي: واِنِّیْ قَدْ أُعْطِيْتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأرْضِ بے شکه د زمکې د