Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
خلقو سره فضيلت راکړے شوے دے (يعنې هُم زۀ يم، پۀ کوم کښې چې به ظالمان او تکبر کوونکي خلق اچولے کيږي) جنَّت وه وئيل: پۀ ما څۀ وشول چې پۀ ماته به صرف کمزوري او بے وسه او عاجزه خلق داخليږي۔
لکه چې جنَّت پۀ دې باندې فخر کوي چې پۀ ما کښې به کمزوري(مثلا غريبانان)،متقيان،پرهيزګاره،د پاک زړونو والا خلق داخلولے شي۔
تاج و تخت و حکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دے دے مُژدہ یا اللہ! مِری جھولی بھر دے
په يو حديث پاک کښي دي:اِطَّلَعْتُ فِی الْجَنَّۃِ فَرَاَیْتُ اَکْثَرَ اَہْلِہَا الْفُقَرَاءَ يعنې ما چې کله جنَّت ته وکتل نو اومې ليدل چې پۀ جنتيانو کښې زياته شميره د فقراء (يعنې غريبانانو خلقو) ده۔ ([1])
دے حُسنِ اخلاق کی دولت کر دے عطا اِخلاص کی نعمت
مجھ کو خزانہ دے تقویٰ کا یا اللہ! مِری جھولی بھر دے
ياد ساتئ۔۔۔!! صرف غريب کيدل د جنَّتي کيدلو نخښه نه ده، نۀ داسې ده چې هر مالداره به مَعَاذَ الله! هُم دوزخ ته ځي۔ د جنَّت او د دوزخ تقسيم د الله پاک پۀ رحمت باندې دے، بيا پۀ اعمالو باندې دے۔ البته هٰغه کَس د چا چې پۀ دنيا کښې غريبي نصيب شوه او هغۀ د نيکۍ لاره اختيار کړله، دا ډير پۀ فائده کښې دے چې دۀ ته به د غريبۍ بيل اجر ورکولے شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يقيناً چې غريب پۀ فائده کښې دے خو د دې دا مطلب هيڅکله هم نه دے چې مونږه کار کول پريږدو، بس ښپه پۀ بله واړوو او کښينو، نۀ د بال بچ