Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

مونږ چرته پۀ سفر باندې روان يو، پۀ لاره کښې د نـمونځ وخت شو، مونږه جومات ته نشو رسيدلے، نـمونځ قضا نشي، ځکه هم پۀ لار کښې ودريږو او هم د سړک پۀ غاړه پۀ نـمونځ ودريږو نو آيا دا به د شرم خبره وي که د سعادت خبره به وي؟ يقيناً چې دا ښه خبره ده بلکې چې داسې موقع وي نو بعضې وخت پۀ زړۀ کښې د ځان خوښوئ خيالونه هم راځي۔ معلومه شوه چې عبادت پۀ هر ځائے کښې وکړے شي، د شرم خبره نۀ بلکې د سعادت  خبره وي۔ ځکه د خپل بال بچ د ساتلو د پاره که د سړک پۀ غاړه باندې ګاډۍ لګول وي، بوج اوچتول وي، پيزار ګڼډل وي، محنت مزدوري کول وي نو پۀ دې کښې د شرم څۀ خبره ده، حلال رزق ګټل که پۀ ښه نيت باندې وي نو عبادت دے او پۀ عبادت باندې شرم نۀ بلکې شکر کولے شي۔

د ذِلَّت پۀ ځائے کښې ودريدل

حضرت ابراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته دا خبره رارسيدلې ده چې کوم بنده د حلال رزق لټولو د پاره د ذِلَّت ځائے کښې ولاړ وي، د هغۀ د پاره جنَّت واجب کيږي۔

د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پيشې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حلال رزق د پاره پيشه اختيارول څۀ عامه خبره نه ده، انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام څوک چې د ټولو نه اوچتې مرتبې والا دي، هغوئي هم مختلفې پيشې اختيار کړې دي۔ د بعضې انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام د کسبونو [يعنې د پيشو] ذِکر خو پۀ قرآنِ کريم کښې هم راغلے دے۔ د الله پاک د نبي حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام پۀ باره کښې ارشاد دے: