Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

کم امدن باندې صبر کوي، هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ دوست دے۔ پۀ ترمذي شريف کښې دي، حضرت ابو اُمامه باهِلي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِنَّ اَغْبَطَ اَوْلِیَائِی عِنْدِی بے شکه زما پۀ نزد زما پۀ دوستانو کښې زيات د رشک قابل دوست هغۀ دے (پۀ چا کښې چې دا صفتونه وي): (1): لَمُؤْمِنٌ څوک چې مؤمن وي (2): خَفِيفُ الْحَاذِ کم سامان والا وي (3): ذُو حَظٍّ مِنَ الصَّلَاةِ پۀ کثرت سره نـمونځ کوونکے وي (4): اَحْسَنَ عِبَادَةَ رَبِّهِ د خپل رَبّ پۀ ښه انداز کښې عبادت کوونکے وي (5): وَاَطَاعَهُ فِي السِّرِّ پۀ تنهايۍ کښې د الله پاک فرمانبرداري کوونکے وي (6): وَكَانَ غَامِضًا فِي النَّاسِ لَا يُشَارُ اِلَيْهِ بِالْاَصَابِعِ پۀ خلقو کښې پټ وي، د هغۀ طرف ته پۀ ګوتو اشارې نه کولے کيږي او (7): وَكَانَ رِزْقُهُ كَفَافًا فَصَبَرَ عَلَى ذَلِكَ د هغۀ رزق (يعنې امدن) بقدرِ کفايت وي او هغۀ پۀ هغې باندې صبر کوي۔ ([1])

معلومه شوه چې د چا امدن کم وي، خرچې زياتې وي، ساز او سامان کم وي، د کم امدن باوجود صبر کوونکے وي، د الله پاک شُکر ادا کوونکے وي، د الله پاک پۀ تقسيم باندې راضي کيدونکے وي، پۀ کثرت سره نـمونځونه کوونکے وي، هغۀ د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ دوست دے۔ سُبْحٰنَ اللہ! څومره نا اشنا فضيلت دے! * بعضې کارونه وي، پۀ کومو چې د جنَّت زيري ورکولے شي
* بعضې هٰغه دي، پۀ کومو کښې چې د دوزخ نه د ازادۍ زيري اورولے شي * بعضې هٰغه کارونه دي، د کومو پۀ باره کښې چې فرمائيلے شي چې کوم بنده دا کارونه وکړي، هغۀ به پۀ پل صراط پۀ سلامتيا سره تير شي * پۀ ځينو باندې د قبر د عذاب نه د خلاصيدو زيرے وي خو قربان شم! د هٰغه کَس پۀ خوش قِسمتۍ باندې پۀ چا کښې چې پۀ حديث شريف کښې بيان کړے شوي 7 صفتونه وي، دا داسې اوچته مرتبه ده چې


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ما جاء فی الکفاف والصبر علیہ، صفحہ:561، حدیث:2347۔