Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
اوس لږ دلته غور وکړئ! دا د الله پاک څنګه قدرت دے چې تنه بالکل وچه کړسه ولاړه وه، الله پاک پۀ لږ سعت کښې هغه شنه هم کړه، پۀ هغې باندې يـې ميوه هم ونيوله، د سترګو پۀ رپ کښې ميوه پخه هم شوه! لږه د سوچ خبره ده، چې الله پاک داسې د قدرتونو والا دے نو حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته دا حکم ولې وکړے شو:
وَ ھُزِّیْۤ اِلَیْکِ (پارہ:16، مریم:25)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د کجورې تنه ونيسه او ځان طرف ته يـې وخوزوه۔
د هغې د خوزولو نه خو بغير هم دا هر څۀ کيدے شو۔۔۔؟ حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې راز بيانوي:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ قَالَ لِمَرْيَمَ وَهُزِّیْ اِلَيْكِ الْجِذْعَ تُسَاقِـطِ الرُّطَبُ
وَلَوْ شَاءَ مَالَ الْجِذْعُ مِنْ غَيْرِ هَزِّهَا اِلَيْهَا وَلٰكِنِ الْاُمُوْرُ لَهَا سَبَبٌ
تَوَكَّلْ عَلَى الرَّحْمٰنِ فِیْ كُلِّ حَاجَةٍ وَلَا تَتْرُكَنَّ الْجُهْدَ فِیْ كَثْرَةِ التَّعَبِ
ترجمه: يعنې آيا تاسو اونه کتل څۀ چې الله پاک حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته وفرمائيل چې د کجورې تنه ونيسه او خپل طرف ته يـې وخوزوه پۀ تا باندې به تازه کجورې راوغورځيږي حالانکې که هٰغه پاک پروردګار غوښتلے نو د هغې د خوزولو نه بغير به تنے هم پخپله د هغې طرف ته راښکته شوې وه (خو داسې اونه شول دا ځکه چې دُنيا عالَمِ اسباب ده او دلته) د هر کار څۀ نا څۀ سبب مقرر دے ځکه تاسو پۀ هر حاجت کښې هم پۀ الله پاک باندي باور کوئ او د ډير ستړي والي باوجود کوشش مۀ پريږدئ۔
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې پۀ محنت کښې عظمت دے۔ مونږ له پکار دي چې حلاله روزي وګټو، پۀ ښه نيت سره يـې وګټو او دې د پاره محنت هم وکړو۔