Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab
ټولو خزانو کُنجيانې ما ته عطا کړے شوې دي۔ پۀ يو روايت کښې يـې وفرمائيل: اِنَّمَا اَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِيْ زۀ تقسيمووم، ورکوي يـې الله پاک۔
ربّ ہے مُعْطِی یہ ہیں قَاسِم رزق اُس کا ہے کھلاتے یہ ہیں
بيا د مسلمانانو د څلورم خليفه، علي المرتضیٰ، شیرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان مبارک ته وګورئ! * هغوئي ته هُم پۀ دُنيا کښي د جنَّت زيرے ورکړے شوے دے * د هغوئي شهزادګان يعنې امامِ حسن او امامِ حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د جنَّتي ځلمو سرداران دي * د هغوئي د دَر نه د زمانې جولۍ ډکيږي * هغوئي هُم هٰغه ذيشان دے د چا د پاره چې خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پريوتے نمر واپس راګرځولے وو۔
آپ کی خاطر نبی نے سورج پلٹا دیا کیاشان پائی ہے،مولاعلی بُوتُراب
بيا د سَيِّده فاطـمةُ الـزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها اوچت شان ته هم ګورئ! د نبي بلکې د امامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزادګۍ ده، د حسنينِ کريمينو مور بي بي ده، هٰغه هستي ده د چا د دعا د پاره پورته کړے شوي لاسونه چې خالي نه راځي، چا ته چې الله پاک غيبي رزق عطا کوي، د چا د کور د جرندې تاوهلو د پاره چې الله پاک د اسمان نه فرښتې راليږي۔ غرض دا چې پنجتن پاک دي، د اوچتو شانونو والا دي، د اوچتې مرتبې والا دي، که څوک يـې مني او که نه مني رښتيا هم دا دي چې نن هم زمانه د پنجتن پاک صدقه خوري، د دوئي پۀ دَر باندې دُنيا پاللے کيږي۔
اے د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو عاشقانو! د دې اوچتو مرتبو والا شان ته وګورئ! مبارک حالت ته يـې وګورئ! زهد او د دُنيا بے رغبتۍ ته يـې وګورئ! * پۀ کور کښې ورسره د خوراک څښاک د پاره هيڅ نشته * سيده فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ کور کښې صبر کوي * مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ محنت کوي، درانه بوجونه اوچتوي يعنې د کوهي نه د اوبو بُوقےراوباسي