Be Rozgari Ke Asbaab

Book Name:Be Rozgari Ke Asbaab

سُبْحٰنَ اللہ! اوس لږ غور وکړئ! څومره اوچته مرتبه ده، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ځوم دے، د حضرت فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خاوند دے، هٰغه هستي ده د چا لاس مبارک چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ونيولو او اوئې فرمائيل: مَنْ کُنْتُ مَوْلَاہٗ فَہَذَا عَلِيٌ مَوْلَاہٗ د چا چې زۀ مولیٰ (يعنې محبوب او مددګار) يم، بس دا علي هم د هغۀ مولیٰ (يعنې محبوب او مددګار) دے۔

بیاں کس منہ سے ہو اس مَجْمَعُ  ْالبَحْرَیْن   کا رتبہ

جو مرکز ہے شریعت کا طریقت کا ہے سر چشمہ

مسلمانو!  رسول اللہ کی  اُلفت  اگر  چاہو

کرو اس کی غلامی جس کا ہر مومن ہوا بندہ

 اوس وګورئ! شان يـې څومره اوچت دے او د حلال رزق ګټلو د پاره څۀ کار کوي؟ د کوهي نه اوبه راوباسي او رزق ګټي۔

هسې که رښتيا وه وايم نو پۀ دُنيا کښې بے روزګاري زياتيږي خو دا هم يو حقيقت دے چې پۀ خلقو کښې د محنت جذبه کمه شوې ده۔ دلته دا يو عجيبه غوندې سوچ دے چې خلق پيشه د خپل حيثيت سره تړي * هسې بے روزګاره وي خو محنت مزدوري نه کوي چې خلق به څۀ وائي * پۀ کور کښې لوږې تيروي خو پۀ سړک باندې د ميوې ګاډۍ نشي لګولے، ګنې خلق به څۀ وائي * پۀ کور کښې غريبي راغلې ده خو وړوکے کار نه کوي، خلق به څۀ وائي۔ مونږ له کار هم د اوچتې مرتبې والا پکار وي، بس دا سوچ جوړ شوے دے چې څۀ اعلیٰ قِسم نوکري وي، لاکھ دوہ لاکھه تنخوا يـې وي، مخکښې وروستو نوکران وي، ښه شان شوکت وي، که داسې د اعلیٰ قِسم نوکري ميلاويږي نو بيا  يـې کوي، ګنې نو بس پۀ خپله غريبۍ باندې  ژړا کوي۔