Shoq e Ilm e Hadees

Book Name:Shoq e Ilm e Hadees

سترګو کښې اوبه وشوې، زما د سترګو نظر لاړو۔

زۀ پۀ دې باندې ډير خفه ووم، زۀ د خپل کور نه لرې وم، دومره مشقت کوم، مقصد مې احاديث زده کول دي، اوس مې د سترګو نظر هم نه دے پاتې، اوس به زۀ احاديث څنګه زده کووم۔ د دغه غم پۀ حالت کښې پۀ ژړا ژړا زما سترګې ورغلې۔ دلته مې سترګې پټې شوې هلته مې بخت رابيدار شو۔

حال بگڑا ہے تو بیمار کی بن آئی ہے

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړلو، اوئې فرمائيل: يعقوبه! ولې ژاړې۔ عرض مې وکړو: يَا رَسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د سترګو نظر مې لاړو، اوس به زۀ احاديث څنګه زده کووم۔۔۔؟ اوئې فرمائيل: يعقوبه! رانزدې شۀ! زۀ ورنزدې شوم۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما پۀ سترګو باندې خپل لاس مبارک راښکلو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! چې کله زۀ د خوب نه رابيدار شوم نو د سترګو نظر مې واپس راغلے وو۔ (عاشقانِ حدیث کے واقعات)

جن کو سُوئے آسماں پھیلا کے جل تھل بھر دئیے

صدقہ ان ہاتھوں کا پیارے ہم کو بھی درکار ہے

وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !تاسو خپل لاسونه اوچت کړل او دُعا مو وکړله نو الله پاک باران وکړو او هر ځائے اوبه اوبه شو، اے زما کريم آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږه سوالګرو ته هم د دې لاسونو برکت راعطا کړئ۔

څومره ښکلے شان دے د عاشقانِ حديث۔۔۔!! د دوئي مدد کولے شي۔ خوږ محبوب