Book Name:Shoq e Ilm e Hadees
مشکوٰۃ شریف (دا د حديثِ پاک کتاب دے، يعنې زۀ احاديث لولم)۔
فلسفي صاحب وه وئيل: نه۔۔۔!! زما مطلب دے چې پۀ معقولاتو کښې څۀ لولئ (يعنې فلسفه، منطق وغيره کوم چې عقلي علوم دي، د هغې پۀ باره کښې کوم يو کتاب لولئ)؟ هغوئي ډير ښکلے جواب ورکړو۔ اوئې وئيل: زۀ حديثِ پاک هم د مَعقُول ګڼم او لولم يـې ۔
يعنې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم پۀ شان عِلم د چا هم نشته، د چا عقل مبارک چې د ټول کائنات د عقل نه اوچت دے، حضرت وهب بن مُنبه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما پۀ 70 اسماني کتابونو کښې لوستلي دي چې که عقل د غټې صحرا پۀ شان خيال کړے شي نو پۀ هغې کښې صرف يوه ذره ټول مخلوق له ورکړے شوے دے، باقي ټول عقل محبوب ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شوے دے۔
د محبوب کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سينه هٰغه مقدسه او هٰغه عظيمه سينه ده چې فرمائي: رَبِّ رحمان دَستِ قُدرت زما پۀ سينه باندې کيښودلو، د دې پۀ برکت سره څۀ چې پۀ کائنات کښې دي، پۀ هٰغه ټولو زۀ پوهه شوم۔
سُبْحٰنَ اللہ! د چا عقل مبارک چې داسې کامِل او اکمل دے، د چا عِلم مقدس چې داسې بے مثله او بے مثاله دے، آيا د هٰغه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ارشاداتو، د هغوئي د احاديثو نه زيات هم څۀ معقول کيدے شي؟ نه۔۔۔!! د دُنيا ټول عقلونه، د دُنيا ټول علوم، ټول تجربات، ټول تحقيقات دې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يو حديث شريف باندې قربان شي * څومره بے مثله خبره * څومره د کمال نه ډکه خبره * څومره