Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
په بُراق باندې د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مهربانئ
خوږو اومحترمو اسلامي ورونړو! د معراج په شپه څه داسې مهربانئ په بُراق هم شوې وې، په جَنَّت كښې په زرګاؤ بُراقونه وو، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سورلئ شرف موندلو د پاره په هغوئي كښې يو بُراق مقرر كړے شو، په رواياتو كښې دي چې كله اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بُراق سور شو نو بُراق مستي شروع کړه، عُلماء فرمائي: دغه وخت بُراق په خپل نصيب باندې ناز كولو چې واه! زما نصيبه ...! نن ما ته د اِمامُ الانبياء، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سورلئ جوړيدو شرف حاصل شو، په دې خوشحالئ كښې بُراق په مستئ كښې ټوپونه وهل شروع کړل.[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د محشر ميدان ته ئې عِزَّت وركړو
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د معراج سفر دے، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل ربّ كريم سره د ملاقات د پاره تشريف وړلو او په لاره كښې په مخلوق باندې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مهربانو باران كيدلو. يو سوال په ذِهن كښې دا پيدا کيږي چې الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بللو د پاره حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام را اوليږلو نو د معراج په سفر كښې منزل كوم ځائے وو؟ يقيناً د الله پاك په بارګاه كښې حاضريدل وو، اسمان، سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰى، عرش، بلکه لامكان پورې تلل وو، سوال دا دے