Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
دے. [1] (2) عِمامه تړئ! ستاسو حِلم به زياتيږي([2])
اے عاشقانِ رسول! * عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه په ناسته اغوندئ * چا چې د دې اُلټا عمل اوكړو هغه به په داسې مرض كښې اخته شي چې علاج به ئې نه وي (يعني طبيبانو ته به ئې د دوائي علم نه وي) * مناسب دا دي چې د عمامے وَل د سر ښي طرف ته لاړ شي * د الله پاك آخري رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركې عمامے شِمله به عام طور (د مباركې ملا) په شا وه، كله كله به ښي طرف ته، كله به د دواړو اوګو تر مينځه دوه شملے و * كينړ [يعني ګڅ] طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي * د عمامے د شملے مقدار كم از كم څلور ګوتې او زياتو نه زيات (د ملا د نيمې پورې تقريباً) يو لاس (د لاس مينځنئ ګوتې د سر نه واخله تر څنګل پورې ناپ ته يو لاس وائي)، * عمامه مخ په قبله په ولاړه تړئ *په مراٰت شريف كښې دي: عمامه شريف په ولاړه تړل سُنَّت دي که په جمات كښې وي او که بل ځائے کښې وي او * په عمامه كښې سُنَّت دا دي چې دوه نيم ګزه نه كمه نه وي، او نه د شپږو ګزو نه زياته وي او دا ګنبد نما تړلې شوي وي.
د عمامے تړلو فضائل او د دې په باره كښې تفصيلي معلوماتو د پاره د مكتبةُ المَدينه كتاب ”عمامہ کے فضائل“ مطالَعه اوكړئ. الله پاك دِ مونږ ته هم د سُنَّت په نيت هميشه د عمامے تړلو توفيق راعطا كړي. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د سُنَّتنو زده كولو د پاره د بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو كتاب ”550 سُنَّتيں اور آداب‘‘ واخلئ او اولولئ ئې. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم