Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

وابسته شئ، او 12 ديني كارونو كښې د زړه په اخلاص حصه واخلئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې په بركت به د دين او دُنيا ډيرې نيكئ حاصلې كړئ. د ذيلي حلقے 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: نيك اعمال هم دي.

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، بانئ دعوتِ اسلامي، حضرت علامه مولانا ابُوبلال محمد اِلياس قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ خپلو مريدانو، طالبانو او عقيدت مندو او د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول، اسلامي خويندو، د جامعةُ المَدينه او مدرسةُ المَدينه طالبِ علمانو او طالباتو، اسپيشل (يعني ګونګيان، كانړه او ړندو) افرادو، د حج او عمرے سعادت حاصلوونكو خوش نصيبو ته، تر دې پورې چې د جيل قيديانو ته هم د خپلې اصلاح بهترينه نُسخه وركړي ده او هغه ده رساله ”نيك اعمال‘‘. دا هره ورځ لولئ او د دې مطابق ژوند تيروئ او هره ورځ د خپلو اعمالو جائزه اخلئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې رسالے په بركت به مو د ګناهونو نه د بچ كيدو او د نيكو كولو ذِهن جوړ شي، د زړه پاك والے به درنصيب شي او كردار به مو ښكلے ښائسته صفا سُترا شي. راځئ چې د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو:  

د رساله ”نيك اعمال“ په ذريعه د جائزے اِنعام

     د يو اسلامي ورور بيان دے: زما د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ عطا كړے شوي 72 نيك اعمال سره محبت دے او هره ورځ د جائزے اخستلو زما معمول جوړ دے، يو ځل زه د عاشقانِ رَسُول دينی تحریك دعوتِ اسلامی د سُنَّتو د تربيت مدني قافله كښې عاشقانِ رَسُول سره د صوبه بلوچستان په سفر ووم، په دې دوران كښې په ما ګنهګار