Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
په شپه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه زمكې ته هم عِزَّت عطا كړو مونږه د الله پاك د رحمت نه اُمِّيد لرو چې مونږه د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان چې به كله د قيامت په ميدان كښې حاضريږو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په ميدانِ محشر كښې به د دې كرم د بركتونو حِصَّه ضرور رانصيب کيږي.
په مسجِدِ اقصٰى باندې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مهرباني
اے عاشِقانِ رسول! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه بَيْتُ الْمُقَدَّسْ ته تشريف ولے وړے وو؟ د مَكَّے مُكَرَّمے نه سيدها اسمان طرف ته ولے مُتَوَجِّه نه شو؟ د دې يو حكمت علمائے كرام دا هُم بيانوي چې مسجِدِ اقصٰى [يعني بَيْتُ الْمُقَدَّسْ] هغه مبارك جُمات دے، چې دا د تيرو شوو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام قبله وه، د الله پاك ډىرو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام په دې جُمات كښې عبادت كړے دے، په تفسيرِ رُوحُ المَعانِـي كښې دي: د مسجِدِ اقصٰى ستنو د الله پاك په بارګاه كښې عرض اوكړو: يَـا الله پاكه! مونږ ته د ډيرو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام بركتونه نصيب شوي دي، يَـا الله پاكه! مونږ ستا د محبوب، آخري نبـي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار شوق لرو، مونږ ته د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار عِزَّت را عطا كړې. الله پاك د مسجِدِ اقصٰى د ستنو دُعا قبوله كړه او د معراج په شپه ئې خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوَّل مسجِدِ اقصٰى ته اوبللو، بيا ئې پرې د اسمان سفر اوكړو.[1]