Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
باندې كرم اوشو، داسې اوشو چې د شپې كله زه اوده شوم نو زما قِسمَت رابيدار شو، جنابِ رسالت مآب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب كښې تشريف راوړو، زه لا د هغوئي په د ديدار په نندارو كښې ورك ووم چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوك چې په مدني قافلو كښې هره ورځ فكرِ مدينه كوي (يعني د نيك اعمالو جائزه اخلي)، زه به هغه ځان سره جنَّت ته بوځم.[1]
نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول كښې اوس د فِکرِ مدينه په ځائے د جائزه وئيلو اصطلاح ده.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيل: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([2])
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([3])
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
د عمامه شريف سُنَّتونه او آداب
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) عِمامے سره لمُونځ د لس زره نيكو برابر