Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

پس به هغه د وړومبي ځل په شان ټيك شو او (بيا به اوچقولے شو). حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: دا هغه خلق دي د چا په سرونو به چې د لمَانځه نه بوج راتلو.[1]

د اور خاخونو پورې زوړند خلق

    د معراج په شپه د نبيانو سردار مكي مدني سركار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دوزخ كښې څه داسې خلق اوليدل چې هغوئي د اور په خاخونو پورې زوړند وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تپوس اوكړو: اے جبريلِ اَمِين! دا څوک دي؟ عرض ئې اوكړو: دا هغه خلق دي چا چې به خپل مور پلار ته كنځلې كولې.[2]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا عبرتناك روايتونه مونږ ته د معراج د شپے يو پيغام راکوي چې مونږه د معراج په شپه جشن خو کوو، په دې باندې خوشحالي كوو، خو پکار ده چې د دې سره سره د دوزخ نه د بچ كيدو اسباب هم جوړ كړو، ګناه پريږدو، پخه توبه اوباسو، نيكئ اوكړو، جَنَّت ته بوتلونكي اعمال اوكړو او دوزخ ته بوتلونكي كارونو نه هر وخت ځان بچ ساتو. الله پاك دِ مونږ ته د رښتينې توبے توفيق راكړي.

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار :”نيك اعمال“

    اے عاشقانِ رسول! نيك لمُونځ ګزاره جوړيدو، الله پاك او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رِضا والا كارونو كولو د پاره د عاشقانِ رَسُول دينی تحریك دعوتِ اسلامی ديني ماحول سره


 

 



[1]...مجمع الزوائد، کتاب الایمان، جلد:1، صفحہ:92، حدیث:235۔

[2]...الزواجر، کتاب النفقات، جلد:2، صفحہ:125۔