Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
په عرشِ اعظم باندې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مهربانئ
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربـي په مسجِدِ اقصٰى كښې انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته د لمَانځه اِمامتي اوكړه، بيا خطبے اوشوې، د هغې نه پس زمونږ خوږ آقا، آخري نبـي، مُحَمَّدِ عربـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اسمانونو طرف ته روان شو، ډير زر وړومبے اسمان راغے، دروازه بيرته شوه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بره تشريف يوړلو، بيا دويم اسمان راغے، دروازه بيرته شوه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بره تشريف يوړلو، بيا دريم اسمان راغے، دروازه بيرته شوه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بره تشريف يوړلو، بيا څلورم، پينځم، شپږم او بيا ووم اسمان راغے، دروازے بيرته كيدلې او حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بره تشريف وړلو. تر دې پورې چې سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰـى ته اورسيدلو، هلته حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام په ډير ادب سره عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما خدمت تر دې ځائے پورې وو، د دې نه اخوا كه يو قدم مخكښې لاړ شم نو زما وزرې به اوسوزي.[1]
اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام نُور دے، زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم نور دے، خو فرق اوګورئ! چې حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام مخكښې ځي نو وزرې ئې سوزي، چې نوراني ، آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخكښې ځي نو د بدن مبارك د جامو يو تار ئې هم نه سوزي. معلومه شوه چې څنګه حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بشر كيدو