Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
اے عاشِقانِ رسول! زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه د خپل ربّ كريم په بارګاه كښې حاضر شو، دا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معراج وو، د دې معراج په سفر كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عنايتونو هُم ګويا باران وو. يو ډىر اهم انعام كوم چې په دې شپه په مونږ غلامانو باندې اوشو، هغه دا چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك د بارګاه نه مونږ غلامانو د پاره د الله پاک د بارګاه نه د معراج تُحفه هم راوړه، هغه تُحفه څه ده؟ هغه لمُونځ دے. آؤ جي! لمُونځ د مُومِن مِعراج دے. په مِرْقَاةُ الْمَفَاتِيْح كښې دي: اَلـصَّلَاۃ مِـعْـرَاجُ الْـمُـؤْمِـنْ لمُونځ د مُومِن مِعراج دے. [1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! دا څومره لوئ اِنعام دے چې مونږ ته د لمُونځ تحفه نصيب شوه او لمُونځ د مُومِن مِعراج دے، د قيامته پورې په مسلمانانو باندې دا انعام اوشو چې په ژوند كښې يو ځل نه، په كال كښې نه، په مياشت كښې نه، بلكه هره ورځ پينځه ځله بنده اودس اوكړي، جمات ته لاړ شي، په تَـوَجُّـه، خُشُوع او خُضُوع سره او د زړه په مينه د خپل ربّ په بارګاه كښې حاضر شي، سر په سجده كيږدي او خپل معراج ته اورسي.
اے عاشِقانِ رسول! لږ غور اوكړئ! که چرې د دُنياوي بادشاه خوا ته تلل وي نو په ډير كوشش او منت زارئ سره ورسره ملاقات كيږي خو دا څنګه كرم دے چې د الله پاك په بارګاه كښې حاضريدل وي نو هډو څوك منع كولو والا نشته، چې كله مو زړه