Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
*غوټـئ پرانستے شوې وې، *ګلونو خوشبوئي خوره کړې وه، *هر طرف ته سپرلے سپرلے وو، *هر طرف ته د اَنوارو او تجلياتو باران وريدلو.
او د مزے خبره دا ده چې دا ټول انتظامات د هغه محبوب د پاره كيدل څوک چې د دواړو جهانو سردار، د الله پاك حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اُمِّ هانـي رَضِیَ اللهُ عَنْها په كور كښې په سكون سره آرام كولو.
اے عاشِقانِ رسول! نن د معراج شپه ده، په نن شپه د فرښتو سردار حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمتِ اقدس كښې حاضر شوے وو او د معراج شريف زيرے ئې اورولے وو، په نن شپه اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مسجدِ اقصٰى كښې د ټولو انبياؤ او رسولانو اِمامت فرمائيلے وو، په ننئ شپه الله پاك په خپل محبوب نبـي، رسُولِ هاشَمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د اسمانونو سيل اكړے وو، جَنَّت او دوزخ ئې ورته ښودلي وو، عرش ته ئې بللے وو او په ننئ شپه الله پاك خپل خوږ نبـي، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ديدار نه مُشَرَّفه كړے ووو.
په سيپاره 15، سورۀ بنـي اسرائيل، آيت: 1 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:
سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰى بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَى الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا (پارہ:15،سورۂ بنی اسرائیل:1)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: پاك دے هغه ذات چا چې خپل خاص بنده باندې د شپے په څه حِصَّه كښې د مسجدِ حرام نه د مسجدِ اقصٰى پورې سيل اوکړو.