Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

    دا درې مسائل حل شو. بيا حضرت عزرائيل عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: وَ مَا الْمُہْلِکَاتُ يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مُهلِكات (يعني په هلاكت كښې  اچوونكي څيزونه) څه دي؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1) شُـحٌّ مُـطَـاعٌ داسې كنجوسي [يعني شومتيا] چې د هغې پيروي اوكړے شي (2) وَ هَــوًى مُـتَّـبَـعٌ خواهِش چې [انسان] ئې تابعداري اوکړي۔ (3) وَ اِعْجَابُ الْمَرءِ بِنَفْسِہٖ او د بنده خپل ځان ښه ګنړل.[1]

    اے عاشِقانِ رسول! دا ټول دولس څيزونه دي. فرښتو د زرو كالو نه په دې مسئلو غور و فِكر كولو، په دې شپه [يعني شبِ معراج] كښې زمونږ خوږ آقا، مُحَمَّد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرښتو دا مسئلے حل كړلې او هغوئي ته ئې دا دولس خبرې ارشاد اوفرمائيلې. کاش چې نن د دې معراج په شپه مونږه دا دولس خبرې د معراج تحفه اوګنړو او په خپل ژوند كښې په دې باندې عمل كول رانصيب شي.

د ګناه بخښلو ذريعه جوړيدونكي اعمال

    په دې 12 [اعمالو] كښې درې اعمال هغه دي چې د هغې له بركته  ګناه مُعاف كيږي: (1) په سخته كښې (يعني چې كله د اودس كولو هَمَّت نه وي، مثلاً سخته يخني وي، هغه وخت) كامِل اودس كول. د دې سره ګناهونه مُعاف كيږي، په حديثِ پاك كښې دي: كوم بنده چې په ښه طريقه (يعني د سُنَّتو او مُستحَبَّاتو خيال ساتلو سره كامِل ) اودس اوكړي، د


 

 



[1]...ترمذی، کتاب تفسیر القرآن، صفحہ:747، حدیث:3234بتغیر قلیل، عصیدہ، صفحہ:236-237۔