Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

درجاتو اوچتولو والا 3 اعمال

    په دې 12 [اعمالو] كښې درې اعمال درجات اوچتوونكي دي: (1) په خلقو طعام خوړل (2) سلام عام كول (3) د شپے چې خلق اوده وي، هغه وخت لمُونځ كول. حضرت عبدُ الله بِن سلام رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: ما په مدينه مُنَوَّره كښې د آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مُبارکې نه د ټولو نه اوَّل چې كوم كلام اوريدلے وو، هغه دا دے: یَا اَیُّہَا النَّاسُ! اَفْشُوا السَّلَامَ وَ اَطْعِمُوا الطَّعَامَ وَ صَلُّوْا بِاللَّیْلِ  وَالنَّاسُ نِیَامٌ تَدْخُلُوا الْجَنَّۃَ بِسَلَامٍ اے خلقو! سلام عام كړئ! په خلقو طعام خورئ! او د شپے چې خلق اوده شي، هغه وخت لمُونځ کوئ (تاسو دا درې كارونه کوئ نو) په سلامتيا سره به جَنَّت ته داخل شئ. [1]

نجات وركوونكي 3 اعمال

    په دې 12 [اعمالو] كښې درې اعماله نجات وركوونكي دي: (1) په خَلوت [يعني يواځې ځائے] كښې يا جَلوَت كښې [يعني د خلقو سره موجود وې]، که بازار وې او که كور وي، که په محفل كښې وې اوکه يواځې وي، په هر حال كښې د الله پاك نه ويريدل (2) که غريبي وي او که مالداري، که تنګدستي وي او که فراخي، که مال او دولت زيات وي يا كم، په هر حال كښې ميانه لار اختيارول او د فضول خرچئ نه بچ كيدل (3) دکه د غُصّے حالت وي او كه د خوشحالئ، په هر حال كښې انصاف کول، يعني نه مونږ له په غُصّه كښې په چا ظُلم کول پکار دي او نه په خوشحالئ كښې.


 

 



[1]...اِبْنِ ماجہ، کتابُ اِقَامۃِ الصلوٰۃ، جلد:1، صفحہ:423، حدیث:1334۔