Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

د ملغلرو نه جوړې شوې د ګنبد په شان خيمے

      په جنَّت كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملغلرو نه جوړې شوې د ګنبد په شان خيمے اوليدلې چې د هغې خاوره د مُشكو وه. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام نه تپوس اوكړو: لِمَنْ ھٰذَا یَا جِبْرِیْل يعني اے جبريله! دا د چا د پاره دي؟ عرض ئې اوكړو: دا ستاسو د اُمَّت د اِمامانو او اذان كوونكو د پاره دي.[1]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! د رضائے اِلٰهي د پاره اذان كولو او اِمامت كولو ډير ډير فضيلت دے چې الله پاك دِ مونږ ته هُم د اذان کولو توفيق رانصيب کړي.

اوچت عاليشانه مَحَلَّونه

    روايت دے: د معراج په شپه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير اوچت عاليشان مَحَلَّونه اوليدل، حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: دا غُصَّه څښونكو او د خلقو مُعاف كوونكو د پاره دي.[2]

د سرچقولو عذاب

     د معراج په واقعاتو كښې دي: د معراج په شپه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د داسې خلقو خوا ته تشريف يوړو د چا سرونه چې په كانړو چقولے كيدل، هر ځل د چقولو نه


 

 



[1]...مسند للشاشی، مسند عبادۃ بن الصامت، جلد:3، صفحہ:321، حدیث:1428۔

[2]...مسند الفردوس، جلد:2، صفحہ:255، حدیث:3188۔