Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

كړو او د دُنيا د محبت نه ئې هم بچ كړو او د شـودو پيالئ ئې قبوله کړه نو دغسې ئې د ګمراهئ او غرق كيدو نه هم بچ كړو. ځکه نن دا اُمَّت د خپل كريم آقا سره د غلامئ په نِسبَت باندې فخر كوي او وائي: اے زمونږه كريم آقا!

تیری معراج کہ تُو جانے کہاں تک پہنچا                  میری معراج کہ میں تیرے قدم تک پہنچا

    وضاحت: يعني يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو معراج خو دا دے چې الله پاك تاسو خپل خاص قُرب ته بللي وئ خو زمونږ معراج دا دے چې الله پاك مونږه ستاسو اُمَّتيان جوړ كړي يو.

يو بل دد اِيمان نه ډك مدني ګل

    اے عاشِقانِ رسول! دلته يوه بله هُم ډيره عِلمي د کمال نه ډکه نُکته ده، لږ غور اوكړئ! زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل اُمَّت سره څومره جور تَعَلُّق دے. بِلا تمثِيل (يعني بے د څه مثاله صرف په آسانئ سره د پوهيولو د پاره) عرض كووم: چې بچے كله د مور پـئ څښي نو هغه وخت د مور او بچي خپل مينځ کښې داسې تَعَلُّق وي چې كه مور چرته يخ څيز اوخوري نو بچي ته زُكام او ټوخے كيدے شي، که مور څه ترُش [ترِيو] څيز اوخوري نو د بچي مرئ خرابيدے شي، د مور او د بچي څومره جور تَعَلُّق دے خو دلته فرق دے: (1) د مور او د بچي دا تَعَلُّق تر هٰغه وخته پورې وي ترڅو پورې چې ماشوم پـئ څښي، څنګه چې بچے د پـيؤ نه كټار [يعني پريك] كړے شي نو مور آزاده شي، بيا د هغې د خوراك څښاك په بچي څه اثر نه کيږي (2) بيا د مور او بچي دا تَعَلُّق د بچي دُنيا ته د راتللو نه پس وي (3) په دريم نمبر باندې د خوراك څښاك په بچي باندې اثر