Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

اوغواړي، پاڅئ، اودس اوكړئ، د خپل ربّ په بارګاه كښې حاضر شئ دا څومره عظيم نِعمَت دے كوم چې مونږ ته د معراج په بركت نصيب شوے دے، دا څومره لويه مهرباني ده چې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بركت په مونږه ګنهګارانو باندې داسې اوچت کرم شوے دے. سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه!

بِلاله! مونږ ته راحت را اُورسوه...!

     حُضُور داتا ګنج بخش علـي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كله چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معراج ته بوتلے شو او مقامِ قُرب ورته عطا كړے شو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په بارګاه كښې عرض اوكړو: اے الله پاكه! اوس ما د بلاګانو كور (يعني دُنيا) ته بيرته مه ليږه. الله پاك اوفرمائيل: اے محبوبه (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! زمونږه حكم داسې دے چې تاسو دُنيا ته بيرته لاړ شئ چې ستاسو په ذريعه شريعت قائم شي او څه چې مو دلته درعطا کړي دي، په دُنيا كښې به ئې هم درعطا کوو. بيا چې كله خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړو نو چې كله به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړه مبارك د اوچت مقام شوق لرلو نو فرمائيل به ئې: اَرِحْنَا یَا بِلَالُ بِالصَّلَاۃِ  اے بلاله! د لمَانځه اذان اوکړه او د دې په ذريعه مونږ ته راحت را اُورَسَوه...!

      داتا ګنج بخش علـي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وړاندې فرمائي: د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هر لمُونځ به مِعراج وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د الله پاك مهربانئ په لمُونځ كښې ليدلې، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رُوح مبارك به په لمُونځ كښې وو، زړه مبارك به ئې په نياز كښې وو او باطن به ئې په راز كښې وو. تر دې پورې چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم