Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

خپله سينه كښې محسوس كړو، بيا الله پاك هم د هغه سُوال پوښتنه اوكړه، اوئې فرمائيل: اے محبوبه (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! د مَلاءِ اعلٰـى فرښتے په كومو مسئلو بحث كوي؟ ما عرض اوكړو: يَـا الله پاكه!: څلور مسائل دي، فرښتے هغه نه شي حل کولے، الله پاك اوفرمائيل: اے زما محبوبه! تاسو رښتيا اووئيل. بيا الله پاك د مَلاءِ اعلٰـى فرښتو ته اوفرمائيل: یَا مَلَائِکَتِی! وَجَدْتُّمْ حَلَّالَ الْمُشْکِلات اے زما فرښتو! تاسو مشكلات حل كولو والا اوموندلو، فَاسْئَلُوْااَشْکَالَکُمْ نو هغه مسئلے كومې چې تاسو نه شئ حل کولے، نن زما محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د هغه مسئلو پوښتنه اوكړئ....![1]

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مهربانو انداز اوګورئ! فرښتو چې د زرو كالو نه په كومو مسئلو غور و فِكر كولو او څه حل ئې نه راوتلو، د الله پاك خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په يو څو ساعتونو كښې د فرښتو مسئلے حل كړلې! دا د ډير خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مهرباني ده.

د فرښتو څلور مسئلے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د فرښتو هغه څلور مسئلے څه وې چې هغوئي پرې د زرو كالو نه غور و فِكر كولو؟ په حديثِ پاك كښې دي: كله چې الله پاك فرښتو ته


 

 



[1]... عصیدہ، صفحہ:236-237۔