Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
يعني دا زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مسجِدِ اقصٰى باندې مهرباني وه، د مسجِدِ اقصٰى ديوالونو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زيارت شوق لرلو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مسجِدِ اقصٰى ته تشريف يوړلو او د هغې ديوالونه او ستنې ئې د خپل ديدار نه مُشَرَّفه كړې.
د انبياء په اجتماع كښې په خپل اُمَّت باندې مهرباني
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس د زړه په مينه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د محبت نه ډكه مهرباني واورئ! په رواياتو كښې راځي چې كله د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مسجِدِ اقصٰى ته تشريف يوړلو، هلته انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هر کلے اووئيلو، بيا صفونه جوړ کړے شو، خوږ آقا، اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِمامت د پاره ورمخكښې شو.
ستاسو د معلوماتو د پاره عرض كووم: عَلَّامه محمود آلوسي نقل كوي چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته دوه ركعته لمُونځ اوكړو او د هغې په وړومبي ركعت كښې ئې سورۀ كافِرون تلاوت كړو او په دويم ركعت كښې سورۀ اِخلاص تلاوت كړو.[1]