Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

ډير پخوانے ارمان پوره شو، نو دغسې زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مهربانو نه عرشِ اعظم ته هُم حِصَّه نصيب شوه.

په فرښتو باندې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مهرباني

    اے عاشِقانِ رسول! علَّامَه عُمر بِن احمد آفَندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قصيده بُرده شريف په شرح كښې ليكي: په خوږ آقا، اِمامُ الانبياء معراج [يعنې د الله دِيدار] ولے اوكړے شو، د دې يو حكمت دا هم دے چې د مَلاءِ اعلٰـى فرښتو د زرو كالو نه په يو څو مسائلو غور كولو خو د هغوئي هغه مسائل نه حل كيدلې، بيا چې كله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وِلادت اوشو نو فرښتو ته معلوم شو چې دا هغه هستي ده چې د هغوئي مسئلے به حل كړي. بيا فرښتو د الله پاك په بارګاه كښې په ډيره عاجزئ دُعا اوكړه، الله پاك د هغوئي دُعا قبوله كړه او خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې د قَابَ قَوْسَيْن مقام ته اوبللو.

     بيا د دې نه وړاندې څه اوشو؟ د دې په باره كښې پخپله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك واورئ! سركارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما خپل ربّ په اَحسن صورت كښې اوليدلو، الله پاك اوفرمائيل: اے محبوبه (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! د مَلاءِ اعلٰـى فرښتے په كومو مسئلو بحث كوي؟ ما عرض اوكړو: يَـا الله پاكه! ته ښه پوهيږې. بيا الله پاك خپل دستِ قدرت زما د اوګو په مينځ كښې كيښودو (د الله پاك درستِ قُدرت څنګه دے، په دې خو الله پاك ښه پوهيږي يا خوږ آقا ته معلوم دي، البته حُضُور فرمائي:) ما د الله پاك د دستِ قدرت يخ والے په