Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
د سترګو يخ والے لمُونځ جوړ شو.[1]
اے عاشِقانِ رسول! مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عنايتونو او مهربانو بيان واوريدو، يقيناً د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مونږ ډير احسانات دي، اوګورئ! د معراج په شپه هم خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هر وخت مونږه غلامان ياد ساتلي وو، اوس مونږ له پكار دي چې مونږه هم د خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتيني غلامي عَمَلاً ثابته كړو، لمُونځ زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو يخ والے دے، مونږ له پكار دي چې ډير ډير لمُونځونه اوكړو، ګناه بخښونكي اعمال اختيار كړو، درجات اوچتوونكي اعمال اوكړو، نجات وركوونكي اعمال اوكړو، د الله پاك او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا والا كارونه اوكړو او د جَنَّت د حقدار جوړيدو كوشش اوكړو.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د معراج په شپه زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جَنَّتونو سيل هم اوكړو او دوزخ ئې هم اوليدلو، راځئ چې په آخره کښې د معراج شريف يو څو مشاهدات واورو۔ چنانچه