Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
فرما وو او مونږه په عالَمِ ارواح كښې وو، هٰغه وخت كه د حُضُور مونږ غلامانو سره داسې جور تَعَلُّق جوړيدے شي نو لږ غور اوكړئ! اوس چې مونږه په دې ظاهري دُنيا كښې يو او حُضُورِ اكرَم په عالَمِ برزَخ كښې تشريف فرما دے نو اوس حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپلو غلامانو باندې د رحمت نظر ولے نه شي ساتلے؟ يقيناً څنګه چې هٰغه وخت د خوږ آقا د خپل اُمَّت سره جور تَعَلُّق وو، اوس چې كله حُضُور په خپله رَوضۀ مباركه كښې موجود دے، اوس هم هغه شان تَعَلُّق قائم دے، اوس هم حُضُور خپل غلامان ويني، په هغوئي باندې د رحمت نظر كوي او مدد ئې هم كوي. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
فریاد اُمّتی جو کرے حالِ زار میں ممکن نہیں کہ خیرِ بشر کو خبر نہ ہو
په جبریلِ امین عَلَیْهِ السَّلَام باندې د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مهربانئ
اے عاشِقانِ رسول! د معراج په شپه الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رابللو د پاره حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام را اوليږلو، يقيناً حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام مخكښې ډير ځله زمكې ته راغلے وو، حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام به انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته وحي راوړله، ډير ځله هغوئي انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته د الله پاك پيغام راوړے دے خو د معراج په شپه څه خاص خبره وه، په دغه شپه چې حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمتِ اقدس كښې کوم پيغام راوړے وو هغه ئې نه كله مخكښې راوړے وو او نه به ئې تر قيامته پورې بيا راوړي، په دې شپه الله پاك په خپلو نبيانو کښې د ټولو نه محبوب نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ملاقات د پاره بللے