Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
بلكه د الله پاک او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په فرمان عمل اوكړو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: لَا یُؤْمِنُ اَحَدُکُمْ حَتّیٰ یَکُوْنَ هَوَاہُ تَبِعًا لِمَا جِئْتُ بِـہٖ په تاسو كښې هيڅ څوك تر هٰغه وخته پورې (كامِل) مُومِن نه شي جوړيدے، تر څو پورې چې د هغه خواهشات زما د راوړي دين تابع نه شي.[1]
(3) په هلاكت كښې اچوونكے دريم عمل خپل ځان ښه ګنړل دي. دا هم انتهائي خطرناكه باطـني بيماري ده.
شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا ابو بِلال محمد الیاس عطّار قادِری رَضَوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ليكي: حاصل شوے نِعمَت (يعني صحت، حُسَن او ښائست، دولت، ذهانت، ښه آواز، منصب، يا عِلم او عمل [وغيره]) خپله كارنامه ګنړل او دا هيرول چې دا ټول د الله پاك مهرباني او نِعمتونه دي. دا خود پسندي ده [يعني ځان ښه ګنړل دي].[2]
الله پاك دِ مونږ ته د نيكو اعمالو كولو او هلاك كوونكو اعمالو نه د بچ كيدو توفيق رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم