Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa

    اے عاشِقانِ رسول! معراج زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عظيمه او ځانګړې معجزه ده، زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اُمِّ هانـي رَضِیَ اللهُ عَنْها په كور كښې آرام كولو، ناڅاپه چهت بيرته شو او د فرښتو سردار حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام حاضر شو، د الله پاك پيغام ئې واورولو او د معراج زيرے ئې وركړو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بُراق تشريف فرما شو، مسجِدِ اقصٰى ته ئې تشريف يوړو، هلته ئې د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام امامت اوفرمائيلو، بيا اسمانونو طرف ته مُتَوَجِّه شو، د اووه اسمانونو نه بره سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰى ته ئې تشريف يوړلو، بيا د سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰى نه لامكان ته، د لامكان نه معلومه نه ده تر كوم ځائے پورې اورسيدلو، عين د بيدارئ په حالت كښې د سر په سترګو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك ديدار اوكړو، دومره په زرګاؤ لكونو ميله سفر كولو نه پس چې بيرته ئې تشريف راوړو نو د شپے څه حِصّه تيره شوي وه، علمائے كرام فرمائي: كله چې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيرته تشريف راوړو نو بستره ګرمه وه او د دروازے زنځير هم ړقيدلو.[1] 

د معراج په شپه په اُمَّت باندې مهربانئ

     د معراج شريف په روايتونو كښې دي: كله چې د معراج د شپے سردار، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بُراق سور مسجِدِ اقصٰى ته تشريف وړلو، په لاره كښې يو ځائے چا حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته غږ اوكړو: زما طرف ته اوګورئ! زه ستاسو نه څه پوښتنه كووم. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغې طرف ته بالكل څه تَوَجُّه ورنكړه. چې لږ مخكښې لاړلو بيا چا غږ اوكړو: زما طرف ته اوګورئ! زه ستاسو نه څه پوښتنه كووم. خوږ


 

 



[1]...انوارِ جمالِ مصطفےٰ، صفحہ:277بتغیرقلیل۔