Book Name:Shab e Meraj Nawazshat e Mustafa
آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغې طرف ته هم بالكل څه تَوَجُّه ورنكړه. بيا چې لږ مخكښې لاړلو نو اوئې ليدل چې د لارې په غاړه يوه ښه سينګار شوې بوډئ ولاړه ده. هغې هم اووئيل: زما طرف ته اوګورئ! زه ستاسو نه څه پوښتنه كووم. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغې بوډئ طرف ته هم بالكل څه تَوَجُّه ورنكړه.
حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام د دې درې واړو په باره كښې عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! وړومبے كس (چا چې غږ كړے وو، هغه) يهودي وو، كه تاسو د هغه د غږ جواب وركړے وے نو ستاسو اُمَّت به يهوديان شوي وے، د دويم كس په باره كښې ئې عرض اوكړو چې دا نصراني [يعني عيسائي] وو، كه تاسو د هغه د غږ جواب وركړے وے نو ستاسو اُمَّت به عيسايان شوي وے، او د هغه سينګار شوې بوډئ مُتَعَلِّق ئې عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا دُنيا وه، كه تاسو د دې د غږ جواب وركړے وے نو ستاسو اُمَّت به آخرت پريښودے وے او دُنيا به ئې اختيار كړې وے.[1]
بيا چې كله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مسجِدِ اقصٰى ته اورسيدلو، هلته خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته تَنده محسوسه شوه، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې درې پيالئ